Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِیَ فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغه به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])
ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش!
یاربّ! تو مبلغ مجھے سُنّت کا بنا دے([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اوده کيدو او راپاڅيدو سُنت او آداب
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې د مازديګر نه پس اوده شي او د هغۀ عقل لاړ شي نو هغه دې خپل ځان ملامته کړي. ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د اوده کيدو نه مخکښې بستره ښه څنډئ چې که څه ضرر رسوونکے څيز وغيره پکښې وي چې لرې شي * د اوده کيدو نه مخکښې دا دعا ولولئ اَللّٰھُمَّ بِاسْمِکَ اَمُوْتُ وَ اَحْیَا. ترجمه: يا الله پاکه! زۀ ستا د نوم سره مرم او ژوندے کيږم (يعنې اوده کيږم او راپاڅم) * د ورځې پۀ وړومبنۍ حصه کښې [يعنې د نمر راختلو نه