Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

پۀ ايمان کښې د کمال او مضبوطۍ شوق

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مرغو د راژوندئ کيدو د دې قرآني واقعې نه يو اهم سبق کوم چې مونږ ته ميلاويږي هغه دا دے چې پۀ ايمان کښې د کمال او مضبوطۍ شوق.

وګورئ چې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک نبي دے، د هغۀ خليل دے، پۀ ټول مخلوق کښې د ټولو نه اوچته درجه زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ده، د هغې نه پس د ټولو نه اوچتې درجې والا حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دے. د هغوئي ايمان څومره مضبوط وو، د هغې خو مونږ اندازه هم نشو لګولے * نَمرُود بدبخته د هغوئي وور ته د اچولو جرأت وکړو، عين هٰغه وخت کله چې هغوئي وور ته واچولے شول، د هغوئي زړۀ هٰغه وخت هم مطمئين وو، دا د هغوئي د ايمان شان دے *حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ته حکم وشو چې خپل وړوکے شهزاده حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام او د هغوئي مور بي بي سَيِّده هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها پۀ شاړه دَره کښې پريږده! هغوئي د زړۀ د اطمينان سره فوراً خپل آل هلته پريښودو. دا د هغوئي د ايمان شان دے * هغوئي ته د ځوي د قربانۍ حکم وشو، هغوئي بے ويرې د ځوي پۀ مرۍ چاړه راښکله، دا د هغوئي د ايمان شان دے.

د دومره مضبوط، د دومره کامِل او اکمل ايمان لرلو باوجود د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام شوق ته وګورئ! هغوئي د دې مضبوط ترين ايمان د نور مضبوطولو خواهش لري، د الله کريم پۀ بارګاه کښې عرض کوي: