Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

* نـمونځونه وکړو * عبادت وکړو چې دا ګټه به پۀ قبر او حشر کښې زمونږ پکار راځي، باقي هر څۀ خو به دلته پاتې شي، د عشرۀ ذي الحج يوه نيکي 700 چنده زياتولے شي، لہٰذا د دې موقعې نه فائده واخلئ او ښې ډيرې نيکۍ وکړئ. الله پاک دې مونږ ټول د خپلې رضا والا کارونو کښې د مصروف اوسيدو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم . 

کچھ نیکیاں کما لے، جلد آخرت بنا لے                          کوئی نہیں بھروسا اے بھائی! زندگی کا([1])

د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پيغام، مونږ غلامانو پۀ نوم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يو خصوصي نصيحت کوم چې مونږ غلامانو د پاره دے، واورئ! او زړۀ خوشحاله کړئ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د مِعراج په شپه زما د ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره ملاقات وشو، هغوئي ووفرمائيل: اے محبوب نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! خپل اُمَّت ته زما سلام ورسوئ!

(سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې خبره ده...!! د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ برکت پۀ مونږ ګنهګارانو باندې څومره عنايتونه دي...!!) د الله پاک خليل عَلَیْهِ السَّلَام مونږ ګنهګارانو ته سلام راستوي.

اے ماہِ مدینہ تری تنویر کے قرباں!

چمکا دیا اُمّت کا نصیبہ شبِ معراج

الله پاک دې مونږ ته پۀ دې کرم او عنايتونو باندې د شُکر ادا کولو


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:178۔