Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

*نظر تيزيږي *حکمت نصيب کيږي * سوچ پاکيږي او * پۀ ژوند کښې ښکلا راځي * د جديد سائنسي تحقيقاتو ترمخه د کتاب لوستلو سره د دماغي بيمارو نه حفاظت کيږي.

هره هفته پۀ پابندۍ سره د هفته وارې رسالې د لوستلو نِيّت وکړئ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هفته واره رساله لوستونکو ته مختلفې دُعاګانې هم کوي، مونږ چې هفته واره رساله ولولو نو څۀ پته چې د الله پاک د نيک بنده، ولئ کامِل د خُلې نه وَتې دُعا زمونږ په حق کښې قبوله شي او دُنيا او آخرت مو ښه شي.  

د سترګو د حفاظت ذهن يـې جوړ شو

د حيدر آباد (پاکستان) د يو اِسلامي ورور څۀ داسې بيان دے چې غالِباً د کال 2004ء خبره ده چې د حيدر آباد نه لاهور ته پۀ سفر پۀ ټرين کښې روان شوم. د سفر پۀ دوران کښې مې پۀ ټرين کښې د يو ځلمي سره ملاقات وشو، هغۀ به مسافرو له بالښتونه او څادرې پۀ کرايه ورکولې، ما پۀ هغۀ باندې انفرادي کوشش وکړو او د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله اَمرَد پسندی کی تباہ کاریاں مې ورله پۀ تحفه ورکړه.

تقريباً يوه مياشت پس چې کله بيا حيدر آباد ته تلم نو پۀ روهړي سټيشن کښې مې هم هٰغه ځلمے بيا وليدو. هغۀ راوړاندې شو او ډير پۀ ښه انداز کښې يـې راسره ملاقات وکړو، پۀ زارئ مِنَت يـې پۀ ټرين کښې کينټين ته بوتلم. هلته يـې ما له چائے راوړله او اوئې وئيل: تاسو چې ما له کومه رساله راکړې وه، پۀ خدائے مې دې قَسم وي چې د هغې د لوستو سره