Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

شي؟ پۀ دې باره کښې مختلف روايتونه دي. د دې يو سبب دا دے چې کله د الله پاک د نبي حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام وور ته د اچولو واقعه راپيښه شوه، وور د هغوئي د پاره ګلزار جوړ شو، د دې واقعې نه پس هغوئي د خپلې علاقې بابِل نه هجرت وکړو او پۀ مِصر راتير شو او هٰغه ځائے ته ورسيدو کوم ته چې اوس بِئْرِ سَبَع وئيلے شي. هٰغه وخت حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د ځوانئ پۀ عُمر کښې وو. هلته الله پاک هغوئي ته ډير زيات مال عطا کړو، د هغوئي سره څاروي (غواګانې، ميښې، چيلۍ وغيره) ډيرې زياتې شوې. د هٰغه ځائے خلقو به هغوئي ته شَيخِ صالِح (يعنې نيک بزرګ) وئيلو. بيا داسې وشول چې د هٰغه ځائے خلقو د هغوئي بے ادبي وکړه او اوئې وئيل چې تاسو د دې ځائے نه لاړ شئ! حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خپل سامان او ټول مال او څاروي وغيره د ځان سره کړل او د حِبرُون (نومې ښار کوم ته چې اوس اَلخَلِيل وئيلے شي، هلته يـې) تشريف يوړلو.

حقيقت دا دے چې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام بے اَدبي که پخپله دا حضرات معاف هم کړي خو الله پاک بے ادبو له سزا ضرور ورکوي. د بِئْرِ سَبَع خلقو له هم سزا ورکړے شوه، واقعه څۀ داسې ده چې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د تللو نه پس چې کله دې خلقو خپلې چيلۍ د کوهيانو خوا له بوتللې نو څۀ ګوري چې ټول کوهيان وچ پراته دي، پۀ هغې کښې يو څاڅکے اوبه هم نشته. ډير پريشانه شول. هغوئي پوهه شول چې مونږ د شَيخِ صَالِح يعنې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام کومه بے ادبي کړې ده دا د هغې سزا ده. نو دا خلق د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت کښې حاضر شول، د