Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښۀ پوره پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي. د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه هم ده.

*سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْعِلْمُ بِالتَّعَلُّمِ عِلم پۀ زده کولو حاصليږي.([1]*د اوسني وخت پۀ بدو کښې يوه بدي دا هم ده چې خلق ورځ پۀ ورځ د عِلمِ دِين نه لرې وځي *د دِيني کتابونو د لوستو شوق د نشت برابر دے *پخوانو خلقو به دِيني کتابونه ډير خوښول *شپه او ورځ به يـې کتابونه لوستل *ځکه د هغوئي سره ديني معلومات هم ډير وو او *ژوند به يـې هم پاک وو.

*اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي کور پۀ کور د ديني عِلم رڼا رسوي * د دعوتِ اِسلامي د باني شيخِ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خاصيت دا دے چې هغوئي پخپله هم د عِلم دِين سره ډير شوق لري او عاشقانِ رسول ته هم د دِيني کتابونو د لوستو د شوق ترغيب ورکوي * هغوئي پۀ هره هفته کښې د يوې ديني رسالې د لوستلو فرمائي *مختصره شان رساله وي * پۀ يو څو منټو کښې لوستلے کيږي.

* تاسو يـې هم لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به مو کيږي *ديني معلومات به مو زياتيږي * د عِلمِ دِين د زده کولو ثواب به مو کيږي *د ديني کتاب د لوستلو سره دماغ هم ښۀ کيږي


 

 



[1]... بخاری ، صفحہ:90، حدیث:67۔