Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

مخکښې] اوده کيدل يا د ماښام او ماسخُوتن په مينځ کښې اوده کيدل مکروه دي. *پۀ ماسپښين کښې قيلوله (يعنې لږ وخت څملاستل) مستحب دي *پۀ اوده کيدو کښې مستحب دا دي چې پۀ اوداسه کښې اوده شئ، د لږ سعت د پاره پۀ ښي اړخ داسې اُوده شئ چې ښے لاس د مخ لاندې کيږدئ او مخ پۀ قبله اوده شئ بيا د هغې نه پس پۀ ګَڅ (يعنې پۀ کيڼ) اړخ [اُودۀ شئ]  *د اوده کيدو پۀ وخت پۀ قبر کښې ملاسته ياده کړئ چې هلته به يواځې څملم، د خپلو اعمالو نه علاوه به راسره بل هيڅ څيز نه وي *د څملاستو پۀ وخت د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول اوسيږئ، تَہْلیل و تسبیح و تحمید لولئ (یعنې د لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللہُ، سُبْحَان َاللهِ، او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ وظيفه لولئ) تر دې چې اوده شئ، چې پۀ کوم حالت کښې انسان اوده شي پۀ هُم هغې به پاڅيږي او پۀ کوم حالت چې مړ شي د قيامت پۀ ورځ به پۀ هُم هٰغه حالت کښې راپاڅيږي  *د خوب نه راپاڅيدلو نه پس دا دُعا لولئ: اَلْحَمْدُلِلہِ الَّذِیْ اَحْیَانَا بَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَ اِلَیْہِ النُّشُوْرُ، ترجمه: ټول تعريفونه الله پاک لره دي چا چې مونږ د مړ کولو نه پس راژوندي کړو او هم د هغۀ پۀ لور واپس ګرځيدل دي * کله چې د هلک او جينۍ عمر لس کاله شي نو دوئي بيل بيل څملول پکار دي بلکه د دومره عمر هلک دې د دومره عمر هلکانو (يعنې د خپلو همزولو هلکانو)  يا د ځان نه غټو سړو سره هم نه څملي *هلک چې کله د شهوت حد ته اورسي نو هغه د سړي په حکم کښې دے * کله چې د خوب نه رابيدار شئ نو مسواک کوئ *د شپې چې کله راپاځئ نو تهجد ادا کوئ دا ډير لوئي سعادت دے. د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: