Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron
چې دا اعلان واوريدو نو مخ يـې د اسمان پۀ لور کړو او اوئې وئيل: اے کريم الله! زۀ به دا پيسې ستا او ستا د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رضا د پاره خرچ کووم۔ هغوئي پۀ هٰغه پيسو باندې يو اَس، يوه نيزه، يوه توره او يو ډال واخستو او عمامه يـې په سر کړه، د جنګ تيارے يـې وکړو او د اِسلامي لښکر سره يو ځائے شو۔ پۀ جنګ کښي شريک شو، ډير پۀ بهادرۍ سره وجنګيدو، ډير دښمنان يـې دوزخ ته ورسول، آخر د جنګ پۀ ميدان کښې يو اواز وشو: سعد پۀ نيزه ولګيدو او هغۀ شهيد شو۔
دا قرباني وه، پۀ دې جنګ کښې خو به نور هم ډير صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم شهيدان شوي وي خو د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان به چا خپله نوې راواده شوې ناوې پۀ انتظار نه وي پريښودې، پۀ زړۀ کښې به د خپلو ارمانونو غلي کولو سره شايد چې څوک نه وو راغلي، ځکه د هغوئي قرباني د نورو پۀ نسبت باندې ډيره مختلف وه، د دې قربانۍ شان ځانګړے وو۔ پۀ دې عظيمه قربانۍ باندې هغوئي ته څۀ انعام ميلاؤ شو، لږ واورئ!
پۀ روايت کښې دي: چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت نه خبر شو نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو فَرَفَعَ رَاْسَہٗ وَوَضَعَہٗ عَلیٰ حِجْرِہٖ رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي سَر راوچت کړو او پۀ خپله جولۍ مبارکه کښې يـې کيښودو وَ مَسَحَ عَنْ وَجْہِہِ التُّرَابَ بِثَوْبِہٖ او پۀ خپلو کپړو باندې يـې د هغوئي مخ د خاورو نه صفا کړو او اوئې فرمائيل: مَا اَطْیَبَ رِیْحَکَ وَ اَحَبَّکَ اِلَی اللہِ وَ رَسُوْلِہٖ (اے سَعده!) ستا خوشبوئي څومره ښکلې ده، تۀ د الله او د رسول څومره خوښ يـې۔۔۔!!
الله! الله! د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ نصيب باندې دې پۀ زرګونو سرونه قربان وي، څومره ځانګړے نصيب يـې دے، زمانه چي د چا د يو نظر ليدو د پاره ليواله ده، فرښتے چې د چا په دَر باندې د حاضرۍ خواهش لري، هٰغه د اوچتې مرتبے نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د چا د اُمَّتي کيدو خواهش چې انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام