Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

وَ لَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْاُوْلٰى (پارہ22، سورۂ احزاب:33)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے پرده مۀ اوسيږئ لکه د مخکښيني جهالت بے پردګي.

 د دې نه معلومه شوه چې بے پردګي د وړومبي جهالت رواج دے، وړومبے جهالت کوم يو دے؟ حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما فرمائي: د حضرت ادريس عَلَیْهِ السَّلَام او د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام ترمينځه چې کومه موده ده، هغې ته وړومبے جهالت وئيلے شي، پۀ هٰغه وخت کښې به زنانؤ ځان سينګارولو او بے پرده به ګرځيدلې، پردو نارينؤ ته به يـې خپل حُسن ښودلو. حضرت مَقَاتِل فرمائي: د نَمرود د زمانے خبره ده، هٰغه وخت به زنانؤ لَنډې لَنډې او نرۍ جامې اغوستې او پۀ کوڅو کښې به ګرځيدلې. ([1])

اوس ووايئ چې دا جِدَّت دے...! لږ حِساب کتاب خو وکړئ: * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت او د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د ولادت ترمينځه د 550 کالو نه زياته فاصله ده ([2]) * بيا د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام او د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ترمينځه 19 صدۍ فاصله ده * بيا د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام او د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ترمينځه 10 صدۍ فاصله ده ([3])  * او د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام او د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام ترمينځه هم 10 صدۍ فاصله ده. ([4]) دا ټول تقريباً 4400 کاله جوړيږي، يعنې * دا بے پردګي * د زنانؤ څادر نۀ پۀ سر کول * د غير محرمو نه پرده نۀ کول * د پردو سړو پۀ مخکښې د خپل بدن نمائش کول * لَنډې لَنډې او نرۍ جامې اغوستل دا د نن نه 4400 کاله مخکښينے انداز دے، کوم ته چې نن سبا خلق جِدَّت وائي؟ آيا دومره پخوانۍ خبرې ته جِدَّت وئيلے شي؟ اِسلام ته د ډير


 

 



[1]... (روح المعانی) ۔

[2]... تفسیر طبری، جلد:8، صفحہ:274، ۔

[3]... تفسیرِ منیر، جلد:6، صفحہ:140۔

[4]... مستدرک ، جلد:2، صفحہ:288۔