Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
سره نـمونځونه ادا کړے شي * مونږ ته ازاد وطن دې د پاره پکار وو چې د پوره ازادۍ سره روژې ونيولے شو * مونږ ته ازاد وطن پکار وو د پاره د دې چې د پوره ازادۍ سره د اِسلام پۀ معاشي اُصولو باندې عمل وکړے شو * مونږ ته ازاد وطن دې د پاره پکار وو چې د پوره ازادۍ سره د قرآن او سُنَّت تبليغ وکړے شو * مونږ ازاد وطن غوښتلو، ولې؟ دې د پاره چې بغير د څۀ ويرې ترخې، د پوره ازادۍ سره، د پوره جوش او جذبے سره، د پوره شوق او محبت سره د اِسلام پۀ رنګ کښې ځان رنګ هم کړے شو او د هغې اظهار هم وکړے شو.
يعنې داسې ووايئ چې د ازادۍ ميلاويدو نه مخکښې به پۀ اِسلام کښي د پوره داخليدو د پاره مونږ ته قيمت ادا کول وو * قربانۍ به ورکول وې * تکليفونه به برداشت کول وو، ځکه مونږ له يو ازاد ملک پکار وو د پاره د دې چې مونږ د پوره ازادۍ سره مکمل اِسلامي ژوند تير کړو خو افسوس...!!
هٰغه عظيمو خلقو، عاشقانِ رسول علمائے کرامو خپل ځانونه قربان کړل، تکليفونه يـې برداشت کړل، پۀ کروړونو خلقو هجرت وکړو او پۀ لکونو شهيدان شول، د هٰغه شهيدانو پۀ وينو باندې دا وطن ازاد کړے شو، دا قربانۍ ورکړے شوې وې د پاره د دې چې جوماتونه اباد شي خو جوماتونه وران شول * قربانۍ دې د پاره ورکړے شوې وې چې سُنَّت عام شي خو پۀ معاشره کښې فيشن عام شو * قربانۍ دې د پاره ورکړے شوې وې چې د قرآنِ پاک تعليمات عام شي خو اوس مسلمانانو قرآنِ کريم زده کول خو غټه خبره ده د دې تلاوت کول هم پريښودے دے * دا قربانۍ ورکړے شوې وې د پاره د دې چې مونږ پوره پوره پۀ اِسلام کښې داخل شو خو افسوس چې د اکثرو مسلمانانو کردار هم غير اِسلامي شو، ظاهري شکل او صورت يـې هم غير اِسلامي شو.