Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
مطلبونو د پاره نۀ بلکې زما د عظمت د خاطره او د فرمانبردارئ پۀ وجه) پۀ خپل مينځ کښې محبت کوونکي چرته دي؟ نن (يعنې د قيامت پۀ ورځ) چې زما د عرش نه علاوه هيڅ يو سورے نشته، زۀ به دوئي ته د خپل عرش پۀ سوري کښې ځائے عطا کووم. ([1]) *د حضرت مُعَاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک فرمائي: زما د رضا د پاره پۀ خپل مينځ کښي د محبت لرونکو، زما د رضا د پاره د يو ځائے کښيناستونکو، زما د رضا د پاره د يو بَل سره د ملاقات کوونکو او زما د رضا د پاره پۀ يو بَل باندې د خرچ کوونکو د پاره زما محبت واجب شو. ([2])
د اِتفاق او اتحاد زياتولو طريقے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې مونږه پۀ خپلو کورونو کښې، پۀ خپلو محلو کښې، پۀ خپله معاشره کښې د اتفاق او اتحاد او محبت او ورورولۍ ماحول جوړ کړو، دې د پاره به څۀ کول وي؟ يو څو طريقے عرض کووم:
پۀ خپل مينځ کښې د محبت او ورورولۍ زياتولو يوه ډيره اسانه طريقه سلام دے. خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا تَدْخُلُوا الْجَنَّۃَ حَتّٰی تُؤْمِنُوْا تاسو تر هٰغه وخته پورې جنَّت ته نشئ داخليدے، تر څو پورې چې ايمان را نه وړئ! وَ لَا تُؤْمِنُوْا حَتّٰی تَحَابُّوا او تاسو تر هٰغه وخته پورې (کامِل) مؤمِن نشئ کيدے تر څو پورې چې پۀ خپل مينځ کښي محبت اونه کړئ.
بيا يـې ووفرمائيل: آيا زۀ تاسو ته هٰغه خبره اونه کړم پۀ کومې چې د عمل کولو سره