Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
باندې دے؟ اوئې فرمائيل: مَنْ قَبِلَ مِنِّي الْكَلِمَةَ فَهِيَ لَهُ نَجَاةٌ يعنې هٰغه کلمه د کومې چې زۀ دعوت ورکووم (يعنې کلمه طيبه)، چا چې (د زړۀ نه) هٰغه کلمه قبوله کړه، د هغۀ د پاره نجات دے. ([1])
اللہ وَاحِد و یَکتا ہے ایک خُدا بَس تنہا ہے
کوئی نہ اُس کا ہَمتا ہے ایک ہی سب کی سُنتا ہے
لَآاِلٰہَ اِلَّا اللّٰہ اٰمَنَّا بِرَسُوْلِ اللّٰہ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د سيرت دا ښکلې واقعه کومه چې مونږ واوريدله، پۀ دې کښې زمونږ د پاره د زدکړې ډير سبقونه دي. يو څو خبرې عرض کووم:
(1): د نجات دار او مدار پۀ ایمان باندې دے
د دې واقعې نه وړومبے سبق خو دا ميلاؤ شو چې د قيامت پۀ ورځ د نجات دار او مدار پۀ ايمان باندې دے، که څوک هر څومره ښه کارونه وکړي * پۀ ټوله دُنيا کښې يتيم خانې پرانزي * پۀ ټوله دُنيا کښې غريبانانو له لکونه روپۍ ورکړي * هر يو بے کوره له کور جوړ کړي * هر يو وږے پۀ خيټه موړ کړي * که هر څومره د خير ښيګړې کارونه وکړي، که د هغۀ پۀ زړۀ کښې ايمان نه وي نو دا ټولې ښيګړې بيکاره دي، د الله پاک پۀ حُضُور کښې به هيڅکله هم نه قلبيږي. آؤ! خو که د چا پۀ زړۀ کښې د