Itifaq Main Barkat Hai

Book Name:Itifaq Main Barkat Hai

اغوستو سره وي، يا پۀ خوراک کولو سره يا د هغۀ د څۀ ضرورت پۀ پوره کولو سره. ([1])

د دې فضائلو د حاصلولو د پاره د خلقو سره زياته همدردي کوئ، د هغوئي سره خير خواهي کوئ. * که مسلمان بيمار وي نو تپوس يـې کوئ! * که د چا څۀ نقصان وشي نو د همدردۍ اظهار ورسره کوئ! پۀ غم کښې يـې شريکيږئ! که د مدد کولو وَس وي نو مدد هم ضرور کوئ! * د غريبانانو سره غم خوري کوئ! د خپلې مياشتې د امدن نه څۀ نا څۀ د غريبانانو د پاره ږدئ! * که ستاسو پۀ چا باندې قرض وي نو هغۀ له مهلت ورکوئ! د هغۀ سره نرمي کوئ! بلکې که کيدے شي نو قرض ورته معاف کوئ! * پۀ غم او خفګان کښې تسلي او دلاسه ورکوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دُنيا او د آخرت بے شميره خيرونه به درنصيب شي. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

یہ بھی اپنی جگہ ریاضت ہے                                                                                              خدمتِ خلق بھی عبادت ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة الـمدينه بالِغان

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په دې دور کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د علمِ دين عام کولو، [د مسلمانانو] په زړونو کښې د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو، اوليائے کرامو او علمائے کرامو محبت پيدا کولو او اُمَّت د نيکئ د کارونو په لور راغب کولو کښې مصروف دے، تاسو  هم د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره تړون اوکړئ!  په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه درنصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې  يو ديني کار: مدرَسَۃُ الْمَدینه بالِغان هم دے.


 

 



[1]... ترغیب و ترہیب، حدیث:3103۔