Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
* په حديثِ پاک کښې دي: په تاسو کښې بهتر هغه دے څوک چې قرآن زده کړي او [نورو ته ئې] وښائي. ([1]) * قرآنِ مجيد د الله پاک کتاب دے * د بندګانو په نوم د رَبِّ کريم پيغام دے * خو افسوس! نن مسلمانان د قرآنِ کريم نه ورځ په ورځ لرې کيږي * ډير خلق په کتلو هم صحيح قرآنِ مجيد نه شي لوستلے * څوک ئې چې لولي هغوئي هم په تجويد او مخارج کښې داسې غلطيانې کوي چې د هغې په وجه ئې لـمونځ هم نه کيږي. * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د قرآن په فيضان عام کولو کښې مصروف دے * په جماتونو، دکانونو او مارکيټونو وغيره کښې مدرَسَۃُ الْمَدینه بالغان لګولے شي * صرف د 35 نه تر 45 منټو پورې کلاس وي * په دې کښې په صحيح تجويد او مخارج سره قرآنِ کريم لوستل ښودلے شي * فرض عُلُوم هم ښودلے شي * سنت او آداب هم ښودلے شي او * د ترجمے او تفسير اوريدو موقع هم ميلاويږي *تاسو هم په دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي.
د بلوچستان د اوسيدونکي يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې زه ډير فيشن پرست ووم، په مخ مې نه ګيره وه او نه مې په سر د عمامے شريفې تاج وو، د سُنَّتو د لارې نه لرې د دنيا په مينه کښې مې خپل قيمتي ژوند د بے عملئ او جهالت په تيارو کښې تيرولو. زما په ژوند کښې رڼا څه داسې راغله چې يوه ورځ د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور ما ته د تجويد سره د قرآنِ پاک لوستلو مشوره راکړه، د ماسخُتن د لـمانځه نه پس لګيدونکې مدرَسَۃُ الْمَدینه بالِغان کښې ئې د شرکت کولو دعوت راکړو، ما د هغه د نيکئ دعوت قبول کړو او په مدرَسَۃُ الْمَدینه بالِغان کښې مې شرکت شروع کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ!