Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
څوک بيمار دے نو چې د هغۀ تپوس وکړو، پۀ جنازو کښې شرکت وکړو، د خپلو مسلمانانو وروڼو مالي، جسماني مرسته وکړو او پۀ خپلو مسلمانانو وروڼو باندې هميشه مهربانۍ کوونکي جوړ شو.
اُمّتِ محبوب کا یارب بنا دے خیر خواہ نفس کی خاطِر کسی سے دل میں میرے ہو نہ بَیر([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ 19 اګست پۀ عالمي سطح د همدردۍ ورځ نمانځلے کيږي، نن 15 اګست دے، 19 اګست هم راتلونکے دے، همدردي څۀ ده؟ د يو بَل پۀ غم او درد کښې شريکيدو او هم د نورو سره نيکۍ کولو ته همدردي وئيلے شي. لہٰذا همدردۍ کوونکي جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ خپل مينځ کښي به مو محبت زيات شي.
د يو بَل سره د همدردۍ مختصر فضائل
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې د چا غم زپلي کَس سره غم خوري وکړي الله پاک به هغۀ ته د تقویٰ جامې وراغوندي او د روحونو پۀ مينځ کښې به د هغۀ پۀ روح باندې رحمت فرمائي او څوک چې د چا مصيبت زپلې سره غم خوري وکړي الله پاک به هغۀ ته د جنَّت پۀ جوړو کښې داسې دوه جوړې عطا کوي د کومو قيمت چې پوره دُنيا هُم نشي کيدے. ([2]) * پۀ يو روايت کښې دي: څوک چې د چا مسلمان يو دنيائي تکليف لرې کړي، الله پاک به د هغۀ نه د قيامت د ورځې يو تکليف لرې کړي. ([3]) * پۀ يو بَل روايت کښې دي: او څوک چې د خپل ورور حاجت پوره کوي الله پاک د هغۀ حاجت پوره کوي. ([4]) * پۀ حديثِ پاک کښې دي: د ټولو نه افضل عمل، د مؤمِن زړۀ ته خوشحالي داخلول دي بيا که هغۀ ته د جامو