Itifaq Main Barkat Hai

Book Name:Itifaq Main Barkat Hai

هغۀ عزت کووم، حالانکې صرف د نيکئ او ښيګړې پۀ بدله کښې ښيګړه کول او د ښيګړې نۀ  کولو پۀ بدل کښې ښيګړه نۀ کول، دا هډو اِسلامي نظريه نه ده، بلکې دا د الحاد نظريه ده، پۀ کور، محله او معاشره کښې د تعلقاتو بنياد صرف پۀ بدل باندې ساتل، دا د بے دينو ورکړے شوې نظريه ده، اِسلام د تعلقاتو بنياد د الله پاک پۀ رضا باندې کيښودے دے، اِسلام د تهذيب، اخلاقو، کردار، هر څيز بنياد د الله پاک پۀ رضا باندې کيښودے دے * يو حقيقي مسلمان د نورو سره دې د پاره نيکي نه کوي چې سبا به هغۀ د دۀ سره نيکي کوي بلکې د هغۀ مقصد د رَبّ رضا وي * يو حقيقي مسلمان نورو ته د تکليف رسولو نه دې د پاره ځان نه ساتي چې دا د تکليف نه بچ شي * مونږ د نورو سره پۀ مُسکا دې د پاره نه ميلاويږو چې نور هم زمونږ سره پۀ مُسکا ميلاؤ شي *مونږ د چا سره مالي امداد دې د پاره نه کوو چې سبا زمونږ سره هم مالي مدد وکړے شي بلکې اِسلام مونږ ته راښائي چې مونږ ته دلته څۀ کول دي، د الله پاک د رضا د پاره کول دي. الله پاک فرمائي:

قُلْ اِنَّ صَلَاتِیْ وَ نُسُكِیْ وَ مَحْیَایَ وَ مَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ(۱۶۲) (پارہ:8، سورۂ انعام:162)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ ووفرمايه، بے شکه زما نـمونځ او زما قربانۍ او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي چې د ټولو جهانونو رب دے.

دا د اِسلامي تهذيب ښکلا ده. چې کله دا بنياد پوره طور پۀ معاشره کښې نافذ شي نو د مالداره او غريب فرق ختم شي، پۀ معاشره کښې لِلّٰہِیَت، اُخُوَّت، محبّت، ورورولي او ځان قربانول وده کوي.

د اِسلامي اُخُوَّت او ورورولۍ فضائل

      د الله پاک د رضا د پاره ساتئ *د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت پۀ ورځ به الله پاک فرمائي: زما د جلال پۀ سبب (يعنې د دُنیاوی