Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
مې کړې، هٰغه وخت چې پۀ ما باندې کوم غم وو، پۀ هٰغه حالت کښې مې هم داسې کولے شو، ما معاف کړه! دا خبره چې يـې واوريدله نو لکه چې د دوست د ښپو نه زمکه وتښتيدله، هغۀ چې بَل کَس غلط ګڼلو، بيا هغۀ ته احساس وشو چې پۀ اصل کښې خو غلط هم زۀ ووم.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! داسې کيږي، هغۀ زمونږ د سلام جواب رانکړو، پۀ بے رُخۍ سره يـې خبرې وکړې، د اوبو څښلو پوښتنه يـې قدرې اونه کړه، داسې خبرې مونږ پۀ زړۀ کښې پالو، د بد ګمانۍ پۀ وور کښې سوزو، د دې سره صرف نفرت زياتيږي، د هغۀ سره خبرې وکړئ، خپله غلط فهمي يا ګيله د هغۀ سره شيئر کړئ، که د هغۀ غلطي وي نو هغۀ به يـې اومني، که ستاسو غلط فهمي وي نو ختمه به يـې کړي، داسې به تعلق، رشته، د يو بَل سره مينه محبت، اَخُوَّت او ورورولي سلامته پاتې شي.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پرون 14 اګست وو، پۀ 14 اګست زمونږه خوږ وطن پاکستان ازاد شوے وو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د پاکستان جوړيدو 77 کاله وشول. الله پاک دې زمونږه ملک ښاد او اباد لري، الله پاک دې ورته ډيره ترقي عطا کړي، زمونږه خوږ وطن دې د دننه او بهرنو سازشونو نه محفوظ وساتي.
یاخدا! پاک وطن کی تُو حفاظت فرما فضل کر اس پہ سدا سایۂ رحمت فرما
مرحبا پاک وطن پاک وطن پاکستان دے ترقّی تُو عنایت اسے برکت فرما
لطف سے تیرے ملی پاک وطن کی سوغات فضل سے اب مجھے جنّت بھی عنایت فرما
شکر صد شکر غلامی سے ملی آزادی پھر عنایت ہمیں کھوئی ہوئی شوکت فرما
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د افسوس خبره ده چې زمونږ پۀ خوږ وطن کښې بلکې عام طور د پاکستان نه بهر هم پۀ معاشره کښې بے اتفاقي، جنګ جګړې وغيره