Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی سَـــیِّدِ الْـمُــرْسَــلِـیْنَ
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به پۀ خلقو کښې د ټولو نه زيات ما ته نزدې هٰغه کَس وي، څوک چې پۀ ما باندې د ټولو نه زيات دُرُود شريف لولي. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دُرُودِ پاک څومره اعلیٰ نيکي ده...!! د دې پۀ برکت د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب نصيب کيږي. د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: د قيامت پۀ ورځ به د ټولو نه پۀ ارام کښې هغۀ وي څوک چې د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وي او د حضورِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملګرتيا (يعنې قربت، نزدې والي) نصيب کيدلو ذريعه د دُرُود شريف کثرت دے. د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه چې دُرُود شريف بهترينه نيکي ده چې پۀ ټولو نيکو باندې جنَّت نصيب کيږي او د دُرُودِ پاک پۀ لوستلو د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نصيب کيږي. ([2])
حشر میں کیا کیا مزے وارفتگی کے لُوں رضا لَوٹ جاؤں پا کے وہ دامانِ عالی ہاتھ میں([3])