Itifaq Main Barkat Hai

Book Name:Itifaq Main Barkat Hai

وضاحت: د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشق جوش ته وګورئ! فرمائي: اے رضاؔ د قيامت پۀ ورځ به زۀ د عشقِ رسول او د بے خودۍ او محبت خوندونه اخلم، چې کله د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کَرم لَمَن لاس ته راشي نو پۀ عشق او محبت کښې به پۀ هوا ګرځم.

الله پاک دې زمونږه د حشر پۀ ميدان کښې بلکې پۀ دُنيا کښې، پۀ ځنکدن کښې، پۀ قبر کښې، پۀ حشر کښې، پۀ ميزان باندې، پۀ پل صراط باندې، پۀ هر يو ځائے کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کَرم والا لَمَن يخ سورے نصيب کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

غلط فهمي ختمه شوه

د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت اَبُو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خلافت د زمانے خبره ده، يو ځل د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ديوال


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔