Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
خپل مينځ کښې محبت بے بها نعمت دے
پۀ 10 سيپاره، سورۀ اَنفال، آيت: 63 کښې ارشاد دے:
وَ اَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْؕ-لَوْ اَنْفَقْتَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مَّاۤ اَلَّفْتَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ اَلَّفَ بَیْنَهُمْؕ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغۀ د مسلمانانو پۀ زړونو کښې محبت پيدا کړو، که تا پۀ زمکه کښې چې کوم څۀ دي ټول خرچ کړي وے نو بيا دې هُم د هغوئي پۀ زړونو کښې محبت نه شو پيدا کولے خو الله د هغوئي زړونه يو ځائے کړل.
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت مبارک لاندې فرمائي: د عربو پۀ خپل مينځ کښې د دښمنۍ او د زړۀ د سختۍ دا حال وو چې هغوئي پۀ قبيلو او خاندانونو کښې تقسيم شوي وو، که د يوې قبيلې سړي به د بلې قبيلې ماشوم له پړق ورکړو نو دواړو قبيلو به غشي او تورې راخستلې او مقابلې ته به وَتلې او ډير خونړے جنګ به کيدلو، کوم چې به تر سوونو کالو پورې روان وو. د مدينے د اَنصار (يعنې) د اَوس او د خَزرَج ترمينځه 120 کاله سخت جنګ شوے وو، د دوئي د يو ځائے کيدو هډو اُميد نه وو. دُرُود دې وي پۀ هٰغه ذاتِ کريم (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) باندې چا چې دا ټول يو کړل، داسې يو چې هٰغه خلق يو څو بدنونه او يو زړۀ بلکې يو ځان جوړ شول.
پۀ دې آيت مبارک کښې د حضورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې معجزې ذِکر دے چې اے محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د ټولو عربو والؤ دښمنۍ دې حد ته رسيدلې وې چې که چرې تاسو ټول ظاهري اسباب، د دُنيا د ټول دولت لګولو سره دوئي يو ځائے کول غوښتل نو دوئي به نۀ يو ځائے کيدل. دا خو زمونږه رحمت، ستاسو معجزه وه چې پۀ يو څو ورځو کښې دوئي پاخه دوستان بلکې وروڼه وروڼه شول. ([1])