Itifaq Main Barkat Hai

Book Name:Itifaq Main Barkat Hai

ستاسو پۀ خپل مينځ کښې محبت زيات شي؟ اَفْشُوا السَّلَامَ بَیْنَکُمْ پۀ خپل مينځ کښي سلام عام کړئ. ([1])

(2): مُصافَحه (یعنې د لاس ميلاوهلو) عادَت جوړ کړئ!

داسې مُصافَحه (يعنې د لاس ميلاوهلو) عادت هم د اَخُوّت او محبت زياتيدو ذريعه ده. رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د يو بَل سره مُصافَحه کوئ! د دې سره کينه (يعنې د زړۀ نه د پټې دښمنۍ جذبه) لرې کيږي. ([2])

(3): د ايثار جذبه پيدا کړئ...!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ خپل مينځ کښې د محبت پيدا کولو او د دې د قائم ساتلو د پاره يو ډير اهم څيز اِيثار دے. پۀ کَشْفُ الْمَحْجُوْب کښې دي: د اِيثار حقيقت دا دے چې بنده د خپل رفيق (يعنې ملګري) د حق حفاظت وکړي او خپل حق پريږدي. خپل رفيق ته پۀ راحت رسولو کښې پخپله تکليف برداشت کړي او خپل ارام د رفيق پۀ ارام باندې قربان کړي. ([3])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د يو بَل د پاره د وړاندې راتللو سره د قربانو ورکولو عادت جوړ کړئ! نورو ته د راحت رسولو ذهن جوړ کړئ، چې مونږ کله د خپلو مسلمانانو وروڼو سره داسې مخلص شو، د هغوئي د پاره د قربانو ورکولو ذهن جوړ کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ خپل مينځ کښې به محبت زياتيږي، مسئلې به حل کيږي او که الله پاک وغوښتل نو پۀ خپل مينځ کښي به اختلافات ختميږي.

جذبۂ اِیثار دِل میں ہو اگر                                                                                                                       مسئلوں کا حل نکلتا جائے گا


 

 



[1]... ابوداؤد، کتاب الادب، باب افشاء السلام، ص 809، حدیث:5193۔

[2]... مؤطا امام مالک، کتاب حسن الخلق، باب ما جاء فی المہاجرۃ، ص 483، حدیث:1731۔

[3]... کشف المحجوب (مترجم)، ص273۔