Itifaq Main Barkat Hai

Book Name:Itifaq Main Barkat Hai

لَوْ اَنْفَقْتَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مَّاۤ اَلَّفْتَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ اَلَّفَ بَیْنَهُمْؕ- (پارہ:10، الاَنفال:63)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: که تا پۀ زمکه کښې چې کوم څۀ دي ټول خرچ کړي وے نو بيا دې هُم د هغوئي پۀ زړونو کښې محبت نه شو پيدا کولے خو الله د هغوئي زړونه يو ځائے کړل.

يعنې د دوو زړونو پۀ خپل مينځ کښي محبت د کوم له وجهې چې خلق د يو بَل سره ميلاويږي او لاس ميلاوهي، دا محبت څۀ وړوکے شان عمل نه دے، دا خو بے بها نعمت دے کوم چې د دُنيا د ټول دولت لګولو سره هم نشي حاصليدے.

مسلمانان پۀ خپل مينځ کښې د يو عمارت پۀ شان دي

پۀ يو حديثِ پاک کښې دي چې: مسلمان د بَل مسلمان د پاره د عمارت [ودانۍ] پۀ شان دے چې يو بَل مضبوطوي، د دې فرمائيلو سره محبوبِ خُدا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو لاس ګوتې د بَل لاس پۀ ګوتو کښې ورکړلې. ([1])

اتفاق د فِطرت قانون دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! همکاري [يعنې هم آهنګي]، اتفاق او اتحاد د فِطرت قانون دے. چرې پۀ دې کائنات باندې غور وکړئ! د دُنيا ټول نظام پۀ ډير ژور ربط او تعلق سره روان دے، د قدرت پيدا کړے شوے هر يو وړوکے او غټ څيز خپل مينځ کښې همکاري لري. پۀ نمر، سپوږمۍ، ستورو، هواګانو، وريځو، ميوو، ګلونو، بوټو، ځناورو وغيره پۀ دې ټولو باندې غور وکړئ! دا ټول د يو خاص مقصد لاندې د پوره همکارۍ سره کار کوي، د زمکې او اسمان پۀ مينځ کښې څومره فاصله ده؟ تقريباً د 500 کالو مزل، د دومره فاصلے باوجود ارضيات (يعنې د زمکې څيزونه ) او فلکيات (يعنې د اسمان څيزونه) پۀ خپل مينځ کښې مربوط [يعنې پيوست] دي * چې نمر


 

 



[1]... بخاری، کتاب الصلاۃ، باب تشبیک الاصابع، ص190، حدیث:481، دار المعرفہ بیروت۔