Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
کس نے ذَرَّوں کو اُٹھایا اور صحرا کر دیا کس نے قطروں کو مِلایا اور دریا کر دیا
کس کی حکمت نے یتیموں کو کیا دُرِّ یتیم اور غلاموں کو زمانے بھر کا مولا کر دیا
آدْمِیّت کا غرض ساماں مہیا کر دیا اِک عرب نے آدمی کا بول بالا کر دیا
مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: د دې آيت نه معلومه شوه چې د مسلمانانو اِتفاق د الله پاک ډير لوئي نعمت دے او د دوئي پۀ خپل مينځ کښې جنګ او نفاق د رَبّ عذاب دے. ([1])
يو ځل حضرت مُجاهِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: د الله پاک د رضا د پاره خپل مينځ کښې محبت لرونکي، کوم چې پۀ خپل مينځ کښې ورورولي ساتي، کله چې پۀ دوئي کښې يو د بَل پۀ لور روان شي، د خپل ورور لاس ونيسي او د هغۀ د پاره مُسکے شي نو د دې دواړو خطاګانې داسې ورانيږي لکه څنګه چې د وَنې نه پاڼي راغورځيږي. ([2]) پۀ يو روايت کښې دي: حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: چې کله يو کَس د خپل مسلمان ورور سره ميلاؤ شي، د هغۀ سره مصافحه وکړي (يعنې لاس ميلاؤ کړي) نو د هغوئي دواړو ګناهونه داسې رژيږي لکه څنګه چې د تيزې سيلۍ سره پاڼې راغورځيږي. د حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا خبره چې يـې واوريدله نو يو کَس پۀ حيرانتيا سره ووئيل: بے شکه دا خو د ډير وړوکي عمل نه ده (يعنې پۀ دومره اسان عمل باندې دومره غټ انعام څنګه ميلاويدے شي)؟ حضرت مُجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: (اے انسانه!) آيا تا د الله پاک فرمان نه دے اوريدلے: ([3])