Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
دې د خپل ورور سره مُعَانَقه وکړي. ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غاړې ميلاوهلو ته مُعَانَقه وئيلے شي او مُعَانَقه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. * پۀ مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح کښې دي چې: د خوشحالۍ پۀ موقع چا ته ورغاړه وتل سُنَّت عمل دے ([2]) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څو څو کرته پۀ صحابۀ کرامو باندې شفقت فرمائيلو او هغوئي ته به يـې د مُعَانَقې شرف عطا کولو. مثلاً * د خيبر پۀ موقع باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت جعفر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپلې سينې مبارکې ته راجُخت کړو او پۀ تندي باندې يـې ښکل هم کړو. ([3]) * يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابو ذَر غفاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راوبللو، کله چې هغوئي حاضر شول نو د شفقت کولو سره يـې هغوئي سينې ته راجُخت کړل. ([4])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مُعَانقه يعني غاړه ورکول سُنَّت عمل دے، البته اَمرَد يعني وړو نابالغه ماشومانو وغيره له د غاړې ورکولو نه ځان ساتل بهتره خبره ده چې پۀ دې کښې پۀ ګناهونو کښې د اخته کيدو ډيره انديښنه ده. الله پاک دې مونږه پۀ سُنَّتو باندې عمل کوونکي جوړ کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ