Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

پۀ ښارونو کښې دې خلق موجود وي، چرته چې د کوم قِسمه موضوعاتو ضرورت وي، پۀ هٰغه عنواناتو [يعنې سر خطونو] باندې دې کتابونه، رسالے وليکلے شي او چاپ دې کړے شي، د دې مقصد د پاره د دعوتِ اِسلامي پوره تنظيمي سيټ اپ دے، د ذيلي حلقے نه واخله تر د مرکزي مجلسِ شُوریٰ پورې پوره يو نظام قائم دے، ښار پۀ ښار، کلي پۀ کلي ذِمه داران موجود دي، د فيډ بيک شعبه جوړه ده، کوم اِسلامي ورور ته چې پۀ خپله علاقه، ښار وغيره کښې د کوم قِسمه موادو ضرورت محسوسيږي، پۀ فيډ بيک کښې خپل تجويزونه ليکي، پۀ هٰغه تجويزونو باندې مشوره کيږي، بيا د هغې مطابق کار کولے شي. (9): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   وفرمائيل چې څوک قابل دي خو پۀ کارونو کښې مصروف دي، هغوئي له دې تنخواګانې ورکړے شي او د ګټې د مصروفياتو نه دې فارغ کړے شي او پۀ دِيني کارونو کښې دې مشغول کړے شي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ دې انداز کښې هم دعوتِ اِسلامي د دِين خِدمت کوي، څوک چې د کوم صلاحيت مالِک دے او خپل صلاحيت د دِين پۀ خدمت کښې لګولے شي، هغۀ باقاعده ټاکلے شي، تنخواګانې ورکولے شي او د هغوئي د صلاحيتونو نه فائده اخستے شي، دې لړ کښې تقريباً د 80 نه زياتو شعبه جاتو کښې د دِين خِدمت جاري دے. (10): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   وفرمائيل: مذهبي اخبار دې چاپ کيږي، پۀ کوم چې دې وخت پۀ وخت د موقعې مناسبت سره مضامين ليکلے کيږي، او ټول ملک ته دې ورسولے شي. دلته اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  پۀ اصل کښې د پرنټ ميډيا پۀ ذريعه د دِين د خدمت کولو ذهن ورکړے دے، پۀ هٰغه دور کښې ډيجيټل ميډيا موجود نه وه، اوس موجود ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د پرنټ ميډيا پۀ ذريعه هم د دِين خِدمت کوي او د ډيجيټل ميډيا پۀ ذريعه هم د دِين خِدمت کوي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي خپله ماهنامه فيضانِ مدينه هره مياشت جاري کيږي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ د دعوتِ اِسلامي خپل ويب