Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

  د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): حِلم والا پۀ دُنيا کښي هم سردار دے، پۀ آخرت کښې هم سردار دے. ([1]) (2): د حِلم پۀ ذريعه بنده پۀ ورځ کښې د روژه نيوونکي او د شپې د قيام (يعنې عبادت) کوونکي درجه بيامومي. ([2])

   اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! حِلم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے    صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. * زمونږه خوږ آقا، مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم بے ځايه غصه نه ده کړې. * رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چرې هم د خپل ذات پۀ باره کښې د چا نه انتقام نه اخستو. * پۀ مخکښينو آسماني کتابونو کښې د هغوئي دا صِفت هم بيان شو: د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره چې څومره هم د جهالت والا سلوک کولے شي، هٰغه همره به د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حِلم زياتيږي. ([3])

د حِلم پۀ باره کښې مَدَني ګلونه: * حِلم د الله پاک صِفت دے. * حِلم د الله پاک خوښ صِفت دے * حِلم د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دے * د حِلم معنٰی دہ: نرم مزاجي اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   فرمائي: صبر (يعنې نرم مزاجي) د غصے څښلو نه افضل ده چې د غصے څښلو ضرورت هغۀ ته وي، د چا غصه چې سخته شي، خو حِلم والا له پۀ غصه کښې جوش هډو ورځي نه. ([4]) * د حِلم سره بزرګي نصيب کيږي.

د حليم جوړيدو طريقے: * حِلم پۀ تکلف سره راځي (يعنې بنده چې د کوشش کولو سره، پۀ تکلف کولو سره غصه څښي، نو پۀ ورو ورو به يـې پۀ طبيعت کښې حِلم پيدا شي)


 

 



[1]... جامع صغیر، صفحہ:233، حدیث:3831.

[2]... مَجْمَعُ الزَّوائِد، کتابُ الْاَدب، باب حُسْنِ اَخْلاق کے بیان میں، جلد:8، صفحہ:19، حدیث:12687.

[3]... صِراط الجنان، جلد:2، صفحہ:79.

[4]... اِحْیَاء العلوم مترجم، جلد:3، صفحہ:535.