Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

(1) د مياشتې ښکاره کيدو پۀ شپه په دې الفاظو سره 3 ځله په جُماتونو کښې اعلان وکړئ: ټولو اسلامي وروڼو او اسلامي خويندو ته دې مبارک شي د ربيعُ الاوَّل شريف مياشت اوليدلے شوه.

ربیعُ الاوَّل اُمیدوں کی دنیا ساتھ لے آیا                                                                  دعاؤں کی قَبولیت کو ہاتھوں ہاتھ لے آیا

(2) مهرباني اوکړئ! د رَبيعُ الاوَّل شريف په برکت سره دې اسلامي وروڼه هم د نن نه د يو موټي ګيرې پريښودو نيت اوکړي. (د سړي ګيره خريَل يا د يو موټي نه کمول حرام او فوراً د دې نه د توبه کولو سره د دې ګناه نه د هميشه د پاره پريښودل ضروري دي)

جُھک گیا کعبہ سبھی بُت، منہ کے بل اَوندھے گِرے                               دَبدبہ  آمد  کا   تھا،   اَھْلاً   وَّ  سَھْلاً   مرحبا

(3) په سنتو او نيکو باندې د استقامت موندلو (يعنې چې هميشه پرې عمل کيږي د دې) بهترينه فارمولا دا ده چې ټولو اسلامي وروڼو نن کوم کوم عمل اوکړو؟ په دې باره کښې هره ورځ د خپلو اعمالو جائزه اخستلو پۀ ذريعه د نيک اعمال رساله کښې خانے ډکوئ او د هرې انګريزئ مياشت په وړومبي تاريخ يـې خپل نزدې ذمه دار ته جمع کوئ. د تقوٰی نايابه خزانه به په لاس درشي او د عشقِ رسول ډک جامونه به مو نصيب شي.

بدلیاں رَحمت کی چھائیں، بُوندیاں رَحمت کی آئیں

اب  مُرادیں  دل  کی  پائیں، آمد  شاہِ  عرب  ہے

(4) د دعوتِ اسلامي د ذمه وارانو سره سره ټول اسلامي وروڼه نيت اوکړئ چې په هفته واره مدني مذاکره کښې به (د سوال او جواب شروع کيدو نه کم نه کم 1 ګهنټه 12 منټه) شرکت او په هفته واره د سنتو نه ډکه اجتماع کښې به ټوله شپه تيروئ، دا نيت هم وکړئ