Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
چې پۀ ټوله دُنيا کښې پۀ هر يو ساعت کښې خلق مړه کيږي، خلق قبرونو ته کوزيږي، څوک پۀ مشرق کښې مري، څوک پۀ مغرب کښې، څوک پۀ شمال کښې، څوک پۀ جنوب کښې، يو د دُنيا پۀ دې ګوټ کښې مړ شو او قبر ته کوز شو نو بَل د دُنيا پۀ هٰغه ګوټ کښې مړ شو او قبر ته کوز شو، اوس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم يو ذات پۀ يو وخت کښې پۀ 2 مختلفو ځايونو کښې جلوه څنګه فرمائيلے شي؟ محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څنګه پۀ ټولو قبرونو کښې جلوه فرمائيلے شي؟
د جهانګير بادشاه پۀ ذِهن کښې چې دا سوال راغلو نو هغوئي د دې سوال پوښتنه د چا نه وکړه؟ د وخت د لوئي وَلِيِّ کامِل حضرت مُجَدِّد الف ثاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه۔
د اوليائے کرامو انداز دا وي چې دوئي په عام طور د سوال جواب پۀ خُله باندې نه ورکوي بلکې ورښکاره کوي يـې۔ نو حضرت مُجَدِّد الف ثاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بادشاه ته وفرمائيل: بادشاه سلامته۔۔۔!! د دهلي خلقو ته وه وايئ چې پۀ خپل کور کښې زما د پاره دعوت وکړي او دعوت هم پۀ يو وخت کښې، هم پۀ يوه ورځ پکار دے۔ بادشاه ډيرو خلقو ته وه وئيل، ډيرو خلقو هغوئي له دعوت ورکړو، بادشاه پخپله هم هغوئي له دعوت ورکړو۔ پۀ ټولو ځايونو کښې د دعوت تاريخ هم يو دے، ورځ هم يوه ده، هٰغه مقرر شوې ورځ راغله، حضرت مُجَدِّد اَلف ثاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جهانګير بادشاه دعوت ته لاړلو۔ د شپې يـې ډوډۍ وخوړله۔ چې سحر شو نو بادشاه هٰغه ټول دعوت کوونکي راوغوښتل، د يو يو نه يـې پوښتنه وکړه، يو وائي: د شپې حضرت مُجَدِّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږ پۀ کور کښې وو۔ دويم وائي: زمونږ پۀ کور کښې وو۔ دريم وائي: زمونږ پۀ کور کښې وو۔ پخپله بادشاه سلامت وائي: هغۀ خو د شپې زما دعوت له راغلے وو۔
هٰغه وخت حضرت مُجَدِّد اَلف ثاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: بادشاه سلامته۔۔۔!! زۀ د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ادنیٰ شان غلام يم، چې زۀ د هغوئي