Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
مخکښې د هغوئي دجنازے کولو نه 8 کاله پس بيا جنازه ادا کړله۔ ([1])
د حديثِ پاک پۀ مشهور کتاب مُسلم شريف کښې حديثِ پاک دے: يوه صحابيه وه، حضرت سَودَاء رَضِىَ اللهُ عَـنْها۔ هغۀ وفات شوه، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د هغې جنازه ادا کړله او دفن يـې کړله، وروستو چې خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه شوه نو اوئې فرمائيل: تاسو ما ته ولې اونه وئيل۔۔۔؟ اِنَّ هَذِهِ الْقُبُورَ مَمْلُوءَةٌ ظُلْمَةً عَلَى اَهْلِهَا بے شکه دا قبرونه د تيارو نه ډک دي وَاِنَّ اللهَ يُنَوِّرُهَا بِصَلَاتِيْ عَلَيْهِمْ يعنې بے شکه چې کله زۀ پۀ دې باندې جنازه کووم نو زما د نـمونځ پۀ برکت سره الله پاک دا قبرونه د نُور نه ډک کړي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! د کرم څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! زما او ستاسو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله هم نُور دے، نُور تقسيموي هم او لږ د نُور د تقسيمولو پۀ قوت باندې يـې غور وکړئ چې هغوئي پۀ دې دُنيا کښې، پۀ عالَمِ فاني کښې تشريف فرما دي، د قبر معامله د بَل جهان ده، هغه عالَمِ برزخ دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې جهان کښې ولاړ دے او عالَمِ برزخ والؤ ته نُور عطا کوي۔
سُبْحٰنَ اللہ! چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې دُنيا کښې وي او پۀ عالَمِ برزخ والؤ کښې نُور تقسيمولے شي نو چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عالَمِ برزخ کښې تشريف فرما دے، نو د هلته پۀ دې جهان والؤ باندې نُور څنګه نشي تقسيمولے۔۔۔؟ يقيناً چې څنګه رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور تقسيمولو، اوس يـې هم تقسيموي، ځکه خو مونږ وايو:
چمک تجھ سے پاتے ہیں سب پانے والے میرا دِل بھی چمکا دے چمکانے والے