Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

شروع کړل۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم مخکښې تلل شروع کړل۔ تر دې پورې چې خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بالکل مخکښي  تشريف يوړلو۔ نـمونځ يـې مکمل کړلو۔ بيا يـې خطبه ارشاد کړله۔

بيا حيرانتيا خو وه چې خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شاته تشريف ولې يوړلو او بيا يـې مخښکي  ولې تشريف يوړلو۔ مخکښې خو چرې داسې نه وو شوي، نن داسې څۀ خاص خبره وه۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې راز نه پرده اوچته کړله او اوئې فرمائيل: ‌مَا ‌مِنْ ‌شَيْءٍ تُوعَدُونَهُ اِلَّا قَدْ رَاَيْتُهُ فِي صَلَاتِي هَذِهِ يعنې اے زما صحابؤ! (د قيامت پۀ باره کښې) د هر يو هٰغه څيز د کوم چې ستاسو سره وعده کولے شي، هٰغه ټول ما ته پۀ دې نـمونځ کښې وښودلے شول۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره زبردسته مُشَاهَده ده۔ پۀ مدينه مُنَوَّره کښې دے، قيامت لا پۀ زرګونو کاله پس راتلونکے دے، خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه وخت د قيامت نه پس راتلونکې معاملې پۀ غړيدلو سترګو ويني۔

  د دې مُشَاهَدې تفصيلات څۀ دي؟ واورئ! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: لَقَدْ جِيءَ بِالنَّارِ دوزخ پيش کړے شو۔ چې کله تاسو وليدل چې زۀ شاته کيدم، دا د هغې د تَپ له وجهې وو۔ ما پۀ دوزخ کښې کَګي کونټۍ والا وليدلو، دا هٰغه کَس وو چا چې به پۀ کَګي کونټۍ باندې د حاجيانو نه څيزونه پټول۔ پۀ دوزخ کښې د هغۀ کولمې خورې ورې وې او دۀ پۀ ځان پسې راښکلې او ګرځيدو۔ نور ما پۀ دوزخ کښې د پيشو والا زنانه هم وليدله، دا هغۀ وه چا چې پيشو ساتلې وه، پۀ هغې به يـې څۀ نۀ خوړل، پيشو د لوږې نه مړه شوه (دې زنانه هم پۀ دوزخ کښي د دې ظلم سزا خوړله)۔

نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور وفرمائيل: ثُمَّ جِيءَ بِالْجَنَّةِ بيا جنَّت پيش کړے شو، چې کله


 

 



[1]... مسلم، حدیث:904۔