Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
تاسو زۀ پۀ مخکښي کيدو وليدم، هٰغه وخت جنَّت زما مخې ته وو۔ اوس د دې حديثِ پاک مخکښې الفاط واورئ! ايمان به مو تازه شي۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ما لاس وروغزولو د پاره د دې چې د هٰغه ځائے څۀ ميوه راوشوکووم۔ بيا ما اَراده پريښودله۔ ([1])
الله! الله! دا دے د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حاضِر او ناظِرکيدو شان۔۔۔!! خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې دُنيا کښې تشريف فرما دے، پۀ مدينه مُنَوَّره کښي دے خو پۀ ټولو جهانونو کښې حاضِر او ناظِر داسې دے چې د دې ځائے نه لاس مبارک وغزوي نو د جنَّت غنچکونو ته رَسي۔ دا ډيره د کمال خبره ده، جنَّت پۀ دې جهان کښي نه دے، جنَّت هم پۀ عالَمِ آخرت کښې دے، دوزخ هم پۀ عالَمِ آخرت کښې دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې جهان کښې د پاتې کيدو سره د عالَمِ آخرت صرف مُشَاهَده نه کوي بلکې لاس ورغزوي، پۀ عالَمِ آخرت کښې موجود د جنَّت غنچکونو ته يـې لاس ور رسي۔ د دې نه معلومه شوه چې صرف هم دا جهان نۀ بلکې ټول جهانونه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ قبضه کښې هم دي، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ټولو جهانونو کښې حاضِر هم دے، ناظِر هم دے۔ چې وغواړي نو هلته تصرف هم کولے شي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږ د عاشقانِ رسول هم دا عقيده ده، مونږه هم دا منو چې الله پاک د خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره فاصلې ختمې کړې دي، ټولې فاصلې د هغوئي د پاره راټولې کړے شوې دي، هغوئي خپل ټول اُمَّت ويني هم او کوم ځائے ته چې غواړي تشريف هم وړلے شي، تصرف هم فرمائي۔