Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
ته فرط وئيلے شي۔ ([1]) بعضې وخت چې مونږ ته چرته ځو او وخت کم وي نو مونږ خپل ورور يا بَل څوک وليږو چې تۀ زر لاړ شه او ټکټ وغيره واخله! زۀ به تيارے وکړم او در به شم۔ دا کَس چې څنګه د انتظامونو د پاره مخکښې ليږلے شي، پۀ عربۍ کښې دۀ ته فرط وئيلے شي۔
يعنې آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته دا وئيل چې اے زما صحابؤ! زما د ظاهري ژوند آخري ورځې دي، زۀ به ډيره زر د دې دُنيا پرده وکړم او دا مۀ ګڼئ چې زما د دُنيا نه پرده فرمائيل ستاسو د پاره بده ده۔ نۀ۔۔۔!! نۀ! حَياتِي خَيْرٌ لَكُمْ ومَمَاتِي خَيْرٌ لَكُمْ زما پۀ دُنيا کښې اوسيدل هم ستاسو د پاره بهتر دي، زما د دُنيا نه پرده فرمائيل هم ستاسو پۀ حق کښې بهتر دي۔ ([2]) مطلب دادے چي زه ستاسو نه مخکښي زم چي ستاسو شفاعت،ستاسونجات،ستاسو هر قسم کارسازي وکړم .په تاسو کښي څوک هُم وفات کيږي هغه به زما خوا ته،زما په حفاظت کښي،زما په انتظام کښي داسي رازځي لکه څنګه چي مسافر خپل کور ته راځي،مومن د مړکيدو سره د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته رسي بلکي د بعضي مومنانو د زنکدن په وخت پخپله حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د راوستو دپاره تشريف راوړي .
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره محبّت۔۔۔!! د الله پاک د طرف نه رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته باقاعده دا اختيار ورکړے شوے وو چې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که غواړئ نو پۀ دُنيا کښې تشريف فرمااوسئ، که غواړئ نو پرده وفرمايئ۔ ([3]) رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه پرده فرمائيل قبول کړل، ولې؟ دې د پاره چې پۀ دې کښې د اُمَّت خير وو۔ مولانا