Book Name:Muallim e Kainat
تاسو ته د نبوت تاج کله عطا کړے شو؟ ارشاد يـې وفرمائلو: وَآدَمُ بَیْنَ الْرُّوْحِ وَالْجَسَدِ يعنې لا حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د روح او بدن ترمينځه وو، د هغې نه مخکښي ما ته د نبوت تاج عطا کړے شوے وو۔ د دې حديثِ پاک پۀ تشريح کښې علمائے کرام فرمائي: محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عالمِ اَرواح کښې هم نبي وو، هٰغه وخت به هغوئي د نبيانو پاکو روحونو ته فيض رسولو۔
د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې علماء دا خبره ليکلې ده چې کله زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا دنيا ته تشریف نۀ وو راوړے، پۀ عالَمِ اَرواح کښې تشريف فرما وو، هٰغه وخت يـې هُم روحاني طور انبیائے کرام علیهِمُ السَّلاَم ته فیض رَسَوَلو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! د دې نه معلومه شوه چې د محبوبِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان مُعَلِّم بل څوک نشته، هغوئي د هٰغې شان والا مُعَلِّم دے چې څه کم يا زيات يو لاکھ 24 زرو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام هم د هغوئي نه فيض حاصل کړے دے۔ بيا به مونږه ولې نه وايو:
سب سے اَولیٰ و اعلیٰ ہمَارا نبی سب سے بالا و وَالا ہمَارا نبی
خلق سے اَولیا اَولیا سے رُسل اور رَسولوں سے اَعلیٰ ہمَارا نبی
مُلکِ کونین میں اَنبیا تاجدار تاجداروں کا آقا ہمَارا نبی([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُعَلِّمِ کائنات دے يعنې ټولو مخلوقاتو ته عِلم د هغوئي پۀ وسيله عطا شو، د هغوئي پۀ