Book Name:Muallim e Kainat
دې ځائے نه تهذيب زده کوي، د دې بارګاه نه تربيت حاصلوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړلو، د هغوئي دُنيا ته د تشريف راوړلو يو بنيادي مقصد مُعَلِّم کيدل هُم دي۔ پخپله يـې ارشاد وفرمائيلو: بُعِثْتُ مُعَلِّما زۀ مُعَلِّم راليږلے شوے يم۔
د قرآن ښودلو والا نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اَرْسَلْنَا فِیْكُمْ رَسُوْلًا مِّنْكُمْ یَتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِنَا وَ یُزَكِّیْكُمْ وَ یُعَلِّمُكُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ یُعَلِّمُكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَؕۛ(۱۵۱) (پارہ:2، سورۂ بقرہ:151)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږه ستاسو پۀ مينځ کښې ستاسو نه يو رسول در وليږلو چې هغۀ پۀ تاسو باندې زمونږه آيتونه تِلاوت کوي او تاسو پاک کوي او تاسو ته کتاب او پوخ عِلم زده کوي او تاسو ته هٰغه زده کوي څۀ چې تاسو ته نه وو معلوم۔
يعنې
اے مسلمانانو۔۔۔!! الله پاک پۀ تاسو باندې لوئے انعام وکړو چې رَبِّ رحمان پۀ تاسو کښې خپل محبوب نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم در وليږلو، هغوئي د سر نه تر
ښپو پورې ټول رحمت رحمت دے۔ داسې خو د محبوبِ ذيشان صَلَّى
اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ تاسو باندې پۀ لکونو احسانونه دي خو يو څو احسانونه بالکل ښکاره دي (1): يو خو دا چې هغۀ تاسو ته د رَبّ آيتونه در رسوي، تاسو ته آيتونه لولي او
بيانوي، لوستل درته درښائي، ستاسو الفاظ صحيح کوي او د تلاوت آداب درته هم درښائي (2): د دې سره سره هغۀ تاسو * د
غلطو عقيدو نه * د خرابو اخلاقو نه * د خرابو عادتونو نه * غرض
دا چې د ظاهري او باطني بيمارو نه پاکوي (3): هغۀ تاسو د قرآنِ کريم پۀ
رازونو باندې هم پوهه کوي