Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

درجه ږدي، د هغۀ پۀ زړۀ کښې داسې محبت راپاروي کوم چې د يو ځوي د خپل پلار سره وي، بيا د دې جذباتي تړون پۀ ذريعه د مخامخ کَس تربيت کوي او عِلم ورښائي او هغۀ د نيغې لارې مسافر جوړوي۔ اوس غور وکړئ! پۀ سائيکالوجي کښې دا طريقه اوس دريافت کړے شوې ده، محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيرې صدۍ مخکښي مونږ ته دا تعليم راکړے وو، عملي طور يـې مونږ ته وئيلي وو چې کله څوک پوهه کوئ، عِلم دِين ښايئ، تربيت کوئ نو پۀ دې ښکلي انداز کښې يـې کوئ چې مخامخ کَس تاسو خپل خير خواه وګڼي، چې کله هغۀ تاسو خپل خير خواه وګڼي نو هغۀ به ستاسو پۀ خبره هم پوهه شي او هغۀ به ستاسو خبره اومني او پۀ هغې باندې به عمل هم شروع کړي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم د نورو د پوهه کولو د پاره دا طريقه اختيارول پکار ده! * که بيان کوئ * درس ورکوئ * څوک پۀ انفرادي طور باندې پوهه کوئ * پۀ کور کښې د ماشومانو تربيت کوئ * ګاؤنډي پوهه کوئ * کشران وروڼه پوهه کوئ نو پکار دي چې داسې ښکلے انداز اختيار کړو، پۀ دومره نرمۍ او محبت سره يـې پوهه کړو چې مخامخ کَس مونږه خپل خير خواه وګڼي، چې هغۀ مونږ خپل خير خواه وګڼي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږ پۀ خبرو کښې به اثر هم پيدا شي او د پوهه کولو مثبته فائده به هم ميلاؤ شي۔

 

قيديان مسلمانان راخلاص کړئ !

 د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے شهزاده (يعنې اولادِ رسُول)، ډير ماهره مُعَلِّم، مفتي، د وَليانو ولي حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: آيا که پۀ تاسو کښې د چا ځوي د غير مسلمو قيدي وي نو تاسو به د هغۀ د راخلاصولو کوشش نۀ کوئ؟ يو عارِف (يعنې د الله پاک پيژندګلو لرونکے کامِل