Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

سره دا خير خواهي قبوله کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

ياد ساتئ چې د حضور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا فرمان صرف د اُستاذانو صاحبانو د پاره نه دے، هغوئي وفرمائيل: کامِل عارف د ټول مخلوق (د ټولې دُنيا د خلقو) د نفس او د شيطان د لاسونو نه د راخلاصولو کوشش کوي۔

 کاش چې زمونږه هم دا جذبه نصيب شي، مونږه هم د خپلو مسلمانانو وروڼو خير خواه جوړ شو، مونږه پخپله هم د نفس او د شيطان د چلونو نه بچ شو، پخپله هم نيک کارونه وکړو، د ګناهونو نه بچ شو او نورو له هم د نيکۍ دعوت ورکړو۔

جو ہیں وَقْف سُنّت کی خدمت کی خاطِر                                                                                 انہیں حشر میں بخشوا غوثِ اعظم

جوروزانہ دیتے ہیں نیکی کی دعوت                                                                                             انہیں حشر میں بخشوا غوثِ اعظم

سفر قافلے میں جو کرتے ہیں ہر ماہ                                                                                             انہیں حشر میں بخشوا غوثِ اعظم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قومونه داسې جوړيږي

د حضرت اَنس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، يو انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د چا معاشي حالات چې ډير کمزوري وو، هغۀ يوه ورځ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې حاضر شو او د مدد سوال يـې وکړو۔ (هغوئي سوال اګر چې د مالي امداد کړے وو خو

بےخبر ہو جو غلاموں سے وہ آقا کیا ہے

د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه وه چې د هغوئي اصلي ضرورت مال نۀ څۀ بل څيز دے) نو اوئې فرمائيل: آيا ستا پۀ کور کښې څۀ څيز نشته؟ عرض يـې وکړو: زمونږ کره يوه چټائي ده کومه چې مونږه نيمه لاندې غوړوو، نيمه بره اغوندو او يو جام دے، پۀ هغې کښې مونږه اوبه څښو۔ اوئې فرمائيل: لاړ شه! دواړه څيزونه راوړه! هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته لاړو او چټائي يـې راوچته کړله، جام يـې پۀ لاس کښې