Book Name:Muallim e Kainat
چې کائنات چليږي * پۀ دغه لاسونو باندې چې اشاره وکړي نو سپوږمۍ دوه ټوټې شي * چې دغۀ مبارک لاسونه پورته کړي او دعا وکړي نو پريوتے نمر واپس راشي *چې لاسونه پورته کړي نو وريځ راځي * قحط ختميږي او باران وريږي * هٰغه مبارک لاسونه چې د بيمار سره ولګي نو شفا ورکړي * د ساه نه لرونکي سره ولګي نو ساه پکښې واچوي، محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې ښکلو ښکلو لاسونو مبارکو باندې خپل صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له د تبرګي لاسکے جوړوي۔
سُبْحٰنَ اللہ! قومونه هسې خو نه جوړيږي۔۔۔!! محنت غواړي، هٰغه خلق چا ته چې به دُنيا شپونکيان وئيل او کم تر به يـې ګڼل، هٰغه معاشره پۀ کومې پورې چې به خنداګانې کيدلې، هٰغه دور کوم ته چې به د جهالت دور وئيلے کيدو، رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي د وروستو پاتې کيدو د کندو نه راويستل او تر قيامته پورې د راتلونکو راهنما يـې جوړ کړل۔ دا دومره لوئے انقلاب چې راغلے، هسې خو نه دے راغلے، بے شکه پۀ دې کښې د مُعَلِّمِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مهارتونو، رحمتونو او شفقتونو اثر دے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښودلو، پوهه کولو، د عِلمِ دِين د ښودلو ښکلے ښکلے انداز څنګه وو، د دې يوه بله واقعه واورئ! پۀ بخاري شريف کښي روايت دے، يو ځل يو بانډچي پۀ بارګاهِ رسالتصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې عرض وکړو: زما يو داسې ځوي پيدا شوے دے د کوم شکل او رنګ چې زما پۀ شان نه دے، ځکه زما خيال دے چې دا ماشوم زما نه دے۔ خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا ستا سره اوښان شته؟ اوئې وئيل: آؤ جي! ډير زيات دي۔ اوئې فرمائيل: کوم رنګ والا دي۔ اوئې وئيل: سور رنګ والا۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا پوښتنه وکړه: پۀ دې اوښانو کښې خړ رنګ والا هم شته؟ اوئې