Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د هجري کلينډر مطابق پينځمه اِسلامي مياشت جُمَادَي الاُولیٰ روانه ده، پۀ 17 جُمَادَي الاُولیٰ د اِمام اِبنِ اِمام، عالِم اِبنِ عالِم، مفتي اِبنِ مفتي، وَلِي اِبنِ وَلي يعنې د شهزادۀ اعلیٰ حضرت، جانشينِ اعلیٰ حضرت شاه  حامِد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرسِ پاک وي او پۀ 19 جُمَادَي الاُولیٰ د خپل وخت د ډير لوئي اِمام، عظيم مُحِّدث، مفسر، عالِم، قاري، مفتي، د ډير لوئي عاشقِ رسول، وَلِيِّ کامِل اِمام عبد الرحمان جلال الدِّين سُيوُطي شافِعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرسِ پاک وي۔

مونږ له پکار دي چې مونږه خپل دا بزرګان هُم ياد وساتو، چې د دوئي ورځې راشي نو پۀ خصوصيت سره د دوئي ذِکر خير هم کوو او د دوئي د پاره د ايصالِ ثواب اهتمام هم کوو۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که مونږه خپل  بزرګان پۀ خوشحالۍ کښې


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔