Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښي فرمائي:
وُجُوْهٌ یَّوْمَىٕذٍ نَّاضِرَةٌۙ(۲۲) اِلٰى رَبِّهَا نَاظِرَةٌۚ(۲۳) (پارہ:29، سورۂ قیامة:22-23)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څۀ مخونه به پۀ هٰغه ورځ تر او تازه وي۔ خپل رب ته کتونکي به وي۔
يعنې * هٰغه د قيامت 50 زره کاله ورځ۔۔۔!! * هٰغه سخته ګرمي * د سختې تندې ورځ * د ډيرو مشکلاتو ورځ * چې کله د نفسي نفسي حالت وي * خلق به پۀ خپلو خولو کښې غوپې وهي * پۀ هٰغه ورځ باندې به د داسې شان والا خلق هم وي، د کومو مخونه چې به تر او تازه وي او هغوئي به د خپل رَبِّ کريم ديدار کوي۔
دا دي تر او تازه مخونو والا۔ د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا مطلب دا دے چې اے الله پاکه! څوک چې زما حديث واوري! هغه ياد کړي او هم هٰغه شان يـې وړاندې ورسوي، هغۀ پۀ دُنيا کښې خوشحاله وساتې او د قيامت پۀ ورځ يـې پۀ هٰغه تر او تازه والؤ مخونو کښې شامل کړې د کومو چې به د حشر پۀ ميدان کښې ستا ديدار نصيب کيږي۔
د عِلم والؤ د تر او تازګۍ حالت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه چې څوک چې د عِلم والا دي، څوک چې احاديث زده کوي، نورو ته يـې ښائي، د چا د ژوند وظيفه چې هم