Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو نو ما د خپل کتاب جَمْعُ الْجَوامِعْ ذِکر وکړو او عرض مې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا زۀ د دې کتاب نه درته څۀ واوروم ؟ خوږ آقا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: واوروه! اے شَیْخُ الْحَدیث...!
اِمام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د خوږ آقا، د دواړو جهانونو د داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته شَیْخُ الْحَدیث فرمائيل دا داسې زيرے دے کوم چې ما ته دُنيا او څۀ چې پۀ دُنيا کښې دي، د دې نه زيات خوښ دے۔ ([1])
لقب سچّا ملا سرکار سے شیخ الحدیث ان کو
بڑے ہی ذِی شرف اور باسعادت تھے جلالُ الدِّین
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د اِمام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ۔۔۔!! الله پاک دې مونږه ته هم د احاديثو د لوستلو، ليکلو، پوهيدلو او يادولو توفيق رانصيب کړي۔ حديثونه زمونږ د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه وتلي بابرکته او ښکلي ښکلي لفظونه او دهغويصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي ښکلي افعالو ته حديث وائي،هُم دغسي هغه کارچي د هغوي په موجودګي کښي شوے وي خو هغوي تري منع نه وي فرمائيلي هغي ته حديث تقريري وئيلے شي
اعلي حضرت امامِ اهلسنت امام احمدرضاخان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکې:څوک چي د حديث پاک منکردےهغه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم منکردے،څوک چي دنبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم منکردے هغه