Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

ياد ساتو،  خُدائے دې نه کړي که چري پۀ ژوند کښې څۀ خراب وخت راغلو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ سخت وخت کښې به مو د دغه بزرګانو روحاني فيضان نصيب کيږي۔ ([1])

د نيکانو خلقو يو صفت

پۀ قرآنِ کريم کښې د نيکانو خلقو پۀ صفتونو کښې يو صفت دا هم بيان شوے دے چې کوم نيکان خلق وي، هغوئي د ځان نه مخکښې تير شوي بزرګان، نيکان خلق او د ايمان والا هم ياد ساتي او د هغوئي د پاره دُعاګانې هم کوي۔ الله پاک ارشاد فرمائي:

وَ الَّذِیْنَ جَآءُوْ مِنْۢ بَعْدِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ (پارہ:28،  سورۂ حشر:10)                               [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغوئي نه پس راتلونکي عرض کوي: اے زمونږه ربه! مونږه او زمونږه هٰغه وروڼـه اوبخښې کومو چې زمونږ نه مخكښې ايمان راوړلو۔

 

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو، اهلِ بيتِ اطهار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د ځان نه مخکښې د تير شوو ايمان والؤ پۀ حق کښې دعا کول، د هغوئي د پاره د ختمِ پاک او فاتحه وغيره اهتمام کول جائز او ښه عمل دے چې پۀ دې کښې د دغه بزرګانو د پاره دُعا وي۔ ([2])

 


 

 



[1]...الوظیفۃ الکریمہ شاید

[2]... نور العرفان، پارہ:28، سورۂ حشر، زیرِ آیت:10، صفحہ:873 بتصرف قلیل۔