Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
کوثر والا حديث پۀ برکت ميلاؤ شوے دے * دا قنديل د فلانکي حديث پۀ برکت عطا کړے شوے دے۔
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې يو حديثِ پاک زده کول هم ډيره د سعادت خبره ده، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قيامت پۀ ورځ باندې به د يو يو حديث بيل بيل اجر عطا کولے شي۔
الله پاک دې هغۀ تر او تازه وساتي
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک دې هٰغه کَس تر او تازه وساتي،څوک چې زمونږ نه يوحديث واوري، هغه ياد کړي او نورو ته يـې ورسوي۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا ده، د چا د پاره؟ د هر هٰغه يو کَس د پاره کوم چې حديث مبارک واوري، ياد يـې کړي او وړاندې يـې نورو ته ورسوي۔ آيا تاسو ته معلومه ده چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا څۀ شان دے؟ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
اِجابت کا سہرا عنایت کا جوڑا دلہن بن کے نکلی دُعائے مُحَمَّد
اجابت نے جھک کر گلے سے لگایا بڑھی ناز سے جب دعائے مُحَمَّد
معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دعا هميشه قبلوله ده او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دعا کوي کوم بنده چې زما حديث واوري، ياد يـې کړي او وړاندې يـې نورو ته ورسوي، اے الله پاکه! هغۀ هميشه تر او تازه وساتې۔