Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

کور والو ته، قبيلې والؤ ته، محلے او ښار والو ته هٰغه احاديث وښائي۔

کاش چې زمونږه هم د احاديثود وئيلو، اوريدلو، زده کولو او د پوهيدلو شوق رانصيب شي۔

د حديثِ پاک د پاره د سفر کولو فضيلت

صحابئ رسول دے: حضرت ابو دَرداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ هغوئي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري وصال نه پس دِمَشق ته تلي وو، هلته به يـې خلقو ته عِلمِ دِين ښودلو، احاديث به يـې ورته بيانول۔ يو ځل هغوئي د دِمَشق پۀ جامع مسجد کښې تشريف فرما وو۔ پۀ دې کښې يو کَس حاضر شو، عرض يـې وکړو: عالي جاه! ما ته خبر ميلاؤ شوے دے چې تاسو د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو حديثِ پاک بيانوئ، زۀ ستاسو نه د هٰغه حديثِ پاک د زده کولو د پاره د مدينے منورې نه دلته دِمشق ته راغلے يم۔ حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ترينه پوښتنه وکړه: تۀ پۀ بَل څۀ کار پسې خو نۀ يـې راغلے؟ اوئې وئيل: نه ۔ پوښتنه يـې وکړه: ورسره دې د تجارت وغيره نيت خو نه دے؟ عرض يـې وکړو: نه۔ زۀ د کور نه صرف او صرف هُم د دې حديثِ پاک زده کولو د پاره راغلے يم۔

اَللہُ اَکْبَر! د غور کولو خبره ده، مخکښې به خلقو پيدل يا پۀ اوښانو، اَسونو وغيره باندې سفر کولو، نۀ موټرې وې، نۀ بسونه وو او نۀ جازونه۔۔۔!! د مدينے منورې نه د دِمشق پيدل سَفَر څومره دے؟ 2 زرہ 6 سوہ 32 کلوميټره۔ دې صاحب دومره اوږد سفر وکړو، کور کلے يـې پريښودلو، د بال بچ نه يـې جدائي اختيار کړله، د سفر خرچې يـې هم برداشت کړلې او مشکلات يـې هم تير کړل، دا هر څۀ يـې د څۀ د پاره وکړل؟ صرف د