Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
معقول ترينه خبره چې د هٰغه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ده، داسې د بَل چا د سَره کيدےنشي۔
پۀ عِلمِ دُنيا او عِلمِ حديث کښې فرق
دلته يوه خبره عرض کړم، د دُنيا چې څومره هم علوم دي، ټول پۀ ټوله ظِنِّي دي(په دي کښي د غلطي احتمال وي)، د هغې نه تحقيقي عِلم نه ميلاؤيږي۔ پخپله سائنس دا اقرار کوي چې زمونږ سره څومره عِلم دے، ټول پۀ ټوله ظِنِّي دے، آئن سټائن ډير لوئي سائنس دان دے، هغۀ وئيلي وو: مونږه دا هيڅکله هم نشو وئيلے چې کومه خبره د تجربے نه ثابت شوې ده، دا هُم پۀ حقيقت کښې هم داسې ده، ممکنه ده چې سبا څوک بَل څوک داسې تجربه وکړي او زمونږه خبره غلطه ثابت کړي۔
او داسې کيږي، پۀ دُنيا کښې چې کوم څيزونه حرکت کوي، د يو ځائے نه بَل ځائے ته ځي، دا حرکت څنګه کيږي؟ د دې سائنسي قوانين څۀ دي؟ * پۀ دُنيا کښې تر دوه زره کالو پورې د ارسطو ښودلے شوي د حرکت قوانين سائنس منل * بيا نيوټن هٰغه قوانين غلط ثابت کړل او د حرکت نوي قوانين يـې وښودل * آئن سټائن پکښې د اضافت نظريه ورکړه او د نيوټن قوانين يـې غلط ثابت کړل۔ دا حقيقت دے، پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي۔ داسې کيږي، د دُنيا چې څومره هم علوم دي، ټول ظِنِّي دي، پۀ تخمينه باندې قائم دي، سبا به بله تجربه وشي، ممکنه ده چې د مخکښينو غلطي راوځي او نوې تجربه څۀ نوې خبره ثابت کړي خو قربان شم! دا محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، الله پاک هغوئي ته د څيزونو د حقيقتونو عِلم عطا کړو، د دُنيا پۀ هر څيز باندې داسې پوهيږي، لکه څنګه چې هغه پۀ حقيقت کښې دے، ځکه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان کړے شوې هره خبره، هر يو فرمان ظِنِّي نۀ بلکې * قطعي دے * يقيني دے