Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دي د احاديثو د اوريدو او بيانولو اُصُول۔۔۔!! حديث اوريدل دي، حديث بيانول دي، د هغې د پاره دې تحقيق وکړے شي، هُم د معتبرو ذريعو نه به حديث اخستے کيږي او بيانولے به هم شي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د سوشل ميډيا وغيره پۀ ذريعه نۀ بلکې باقاعده د عاشقانِ رسول علمائے کرامو پۀ خدمت کښې حاضر شو او د حديثِ پاک د کتابونو پۀ ذريعه باقاعده حديثونه زده کوو،نن صبا په سوشل ميډياباندي د احاديثومبارکو او ديني خبرو شيئر کولو رواج دے،که احاديث مبارکه يا يوه ديني خبره په سوشل ميډيا باندي شيئر کول غواړئ نو د دعوت اسلامي آفيشل پيجونه نه جاري شوي پوسټونه شيئر کوئ ځکه چي دا پوسټونه د علمائے کرام د طرفه تصديق شوي وي،لهذا هم د دغي په شيئر کولو کښي عافيت دے۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دعوتِ اِسلامي او د حديث خدمت

  خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د فتنو  پۀ دې دور کښې ستاسو دعوتِ اِسلامي اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حديثِ پاک پۀ خدمت کښې هم مصروف دے، د الله پاک پۀ فضل او د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عطا سره دعوتِ اِسلامي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم احاديثو ته رَسَد اسان کړے دے، که مونږ پۀ زړۀ کښې د حديثونو مبارکو لوستلو شوق لرو نو د دعوتِ اِسلامي پۀ برکت سره ډير پۀ اسانۍ سره حديثونه هم لوستلے