Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

هم پۀ سوونو واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې برخه اخستونکو له يـې ديدن ورکړے دے۔

چې مونږ پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړو نو څۀ پته چې پۀ مونږ باندې هم کرم وشي۔ کم از کم هره مياشت د 3 ورځو پۀ مَدَني قافله کښې د سفر نيت وکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:  

کَږه پوزه سيده شوه

د يو اِسلامي ورور بيان دے چې زما د پوزې هډوکے کوږ وو، پۀ سترګو او پۀ سر به مې هم درد وو۔ ما پۀ نشتر ميډيکل هسپتال ملتان کښې د آپريشن کولو اراده کړې وه۔ د آپريشن نه مخکښې مې پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو سعادت نصيب شو، د مخکښې نه مې اوريدلي وو چې پۀ مَدَني قافله کښې دعاګانې قبليږي ځکه ما د الله پاک نه سوال وکړو چې يا الله پاکه! د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې پۀ برکت زما د پوزې هډوکے صحيح کړې۔ د مَدَني قافلې نه پۀ واپس کيدو يو څو ورځې پس چې مې کله د پوزې هډوکي ته پۀ غور وکتل نو زما د خوشحالۍ څۀ انتها نه وه چې پۀ مَدَني قافله کښې د شوې دُعا قبليدل ښکاره پۀ نظر راتلل هغه داسې چې زما د پوزې کوږ هډوکے بالکل صحيح شوے وو!