Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

د الله پاک پۀ بارګاه کښې مقام او مرتبه

 حضرت ابن محمد مَروَزِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت يعقوب بن سفيان
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس ما هغوئي پۀ خوب کښې وليدل او پوښتنه مې ترينه وکړه: مَافَعَلَ اللّٰہُ بِکَ (الله پاک ستاسو سره څۀ معامله وفرمائيله؟) جواب يـې راکړو: الله پاک زۀ اوبخښلم او حکم يـې وکړو چې لکه څنګه چې دې (پۀ دُنيا کښې) د خلقو پۀ مخکښې احاديث بيانول هم داسې د اسمان والؤ پۀ مخکښې احاديث بيانوه۔ (الرحلة فی طلب الحدیث)

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! د الله پاک نيکانو بندګانو، مخکښينو بزرګانِ دِين به پۀ څومره محنت، د قِسما قِسم مشکلاتو برداشت کولو سره احاديث اوريدل، زده کول، نن سبا خلقو احاديثمبارک ډير اسان ګڼلي دي۔ دلته خلق د فيس بک نه احاديث زده کوي۔ د يوټيوب، سوشل ميډيا، وائټس ايپ وغيره پۀ ذريعه احاديث زده کولے شي۔ هيڅ پته ورته نه وي چې ماته چي داکوم  ميسج  ميلاؤ شوے دے، ياماته چي دا کومه خبره  رارسيدلې ده، څه  ته حديث وئيلے شي، دا واقعي حديث دے؟ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے که نه دے؟ د دې هيڅ تحقيق نه کولے کيږي۔ يعنې مخکښينو بزرګانِ دِين به د يو يو حديث اوريدو د پاره، د هغې د اصل راوِي نه د الفاظو د تصديق کولو د پاره دومره دومره سختې تيرولې، د لرې لرې سفر به يـې کولو او مونږ يو چې هغۀ ډير کم ګڼو۔ تحقيق خو هډو کوو نۀ، بعضې خو يـې هُم د خپل طرف نه وائي: دا حديث دے۔ حالانکې هغه حديث نه وي۔

الله! الله! ياد ساتئ! دا ډيره خطرناکه خبره  ده، ډيره زياته خطرناکه خبره ده۔ پۀ حديثِ