Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
پاک کښې دي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا،
فَلْيَتَبَوَّأْمَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ چا
چې قصداً عمداً پۀ ما پورې دروغ وتړل (يعنې داسې خبره يـې زما طرف ته منسوب کړه، کومه چې
ما نه وي کړې) پس هغۀ دې خپل ځائے پۀ دوزخ کښې جوړ کړي۔
اَللہُ اَکْبَر! څومره سخته خبره ده۔ د دروغو حديث بيانول سخت ناجائزه کار دے۔ ځکه د تحقيق نه کار اخلئ، که حديثونه مبارک زده کول غواړئ نو د سوشل ميډيا نه نۀ بلکې د علمائے کرامو خوا له لاړ شئ او احاديث زده کړئ، کتابونه ولولئ او احاديث زده کړئ۔ دې د پاره مشکلات برداشت کړئ، سفر وکړئ او چې د 100 فيصده يقين سره معلوم وي چې دا حديث دے، نو بيا هغې ته حديث وايئ او بيانوئ۔ ګنې نو خاموشي اختيار کړئ۔
د حديثِ پاک تحقيق يـې وفرمائيلو
د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خلافت وو۔ يو ځل هغوئي پۀ کور کښې وو، حضرت ابو موسیٰ اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې پخپله هم صحابئ رسول دے، هغوئي د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته راغلل۔ دروازه يـې وډبوله، د اجازت اخستو د پاره يـې پۀ اوچت اواز سره سلام هم وکړو۔ د دننه نه هيڅ جواب رانغلو۔ هغوئي بيا سلام وکړو۔ بيا څۀ جواب رانغلو، پۀ دريم ځل يـې سلام وکړو، بيا جواب رانغلو۔ بيا واپس لاړلو۔
بيا ورپسې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وروستو وروستو روان شو، حضرت ابو موسیٰ اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يـې راوبللو، پوښتنه يـې وکړه: تۀ ولې واپس شوې؟ عرض