Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

د نيکانو خلقو د خوشحالولو طريقه

صحابئ رسول حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما مور پلار دې ستاسو نه قربان شي۔۔۔!! مونږه د خپلو وفات شوو د پاره صدقه کوو، د هغوئي د طرف نه حجونه کوو، آيا دا هغوئي ته رسي؟ اوئې فرمائيل: آؤ! دا هغوئي ته رسي او هغوئي پۀ دې (ايصالِ ثواب) باندې داسې خوشحاليږي، لکه څنګه چې تاسو (ژوندي خلق) پۀ تحفه ميلاؤيدو باندې خوشحاليږئ۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې کله مونږ له څوک څۀ تحفه راکړي نو مونږه څومره خوشحاليږو، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: هم داسې خوشحالي وفات شوو ته هٰغه وخت ميلاؤيږي، چې کله هغوئي ته د ايصالِ ثواب تحفه وړاندې کولے شي۔ دا څومره ښکلې خبره ده، اوس لږ تصور خو وکړئ! * مونږه صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته ايصالِ ثواب کوو * اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ته د ايصالِ ثواب نذرانے ليږو * د حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يولسمه کوو * د خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نياز جوړوو او پۀ خلقو باندې يـې تقسيموو او د هغې ثواب هغوئي ته بخښو * د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې ثواب وړاندې کوو*د هغوي د شهزادګانوپه خدمت کښي يـې وړاندي کوو*د حافظانو،قاريانو،محدثينو،مفسرينو وغيره علمائے امت په بارګاه کښي يـې  نذر کوو، پۀ دې باندې به دا بزرګان څومره خوشحاليږي۔ او دا زمونږه ايمان او يقين دے چې د چا نه


 

 



[1]... عمدۃ القاری، کتاب الوضو، جلد:2، صفحہ:599، زیرِ حدیث:216۔