Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

د قرآن منکردے،او څوک چي د قرآن منکردے هغه د الله پاک منکردےاو څوک چي د الله پاک منکردے هغه صريح مرتد او کافردے۔

علامه محمد بن حسين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي :څومره هم چي قرآني احکام دي د حديث پاک نه بغير په هغي باندي نشي پوهيدلے۔مثلا په قرآن کريم کښي د نمونځ حکم موجود دے،خو کول څنګه دي؟د دي شرائط څو دي؟فرائض يـې څه دي؟واجبات کوم کوم دي؟د ارکانو اداکول څنګه دي؟په کوم رکن کښي څه وئيل دي؟د دي ټولو تفصيل مونږ ته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احاديثو نه ميلاويږي۔هُم دغه شان په قرآن کريم کښي د زکات ورکولو حکم ورکړے شوے دےخو څومره ورکول دي؟کله ورکول پکار دي؟د دي ټولو تفصيل مونږ ته د احاديث مبارکه نه ميلاويږي ۔

نورفرمائي:څوک چي وائي چي زۀ په قرآن مجيد باندي د احاديثو نه بغير پوهيږم هغه مُلحد(يعني بے دينه)دے۔

د احاديثو د لوستلو فضيلت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د احاديثو يو يو لفظ د علم او حکمت سمندر دے، پۀ دې لفظونو کښې تر قيامته پورې د راتلونکو د پاره رڼا ده، نُور دے، هدايت دے۔ خو افسوس! اوس د احاديثو د لوستلو شوق ډير کميږي۔

د مخکښينو مسلمانانو به د حديثونو لوستلو سره ډير شوق وو، دې د اوچتو مرتبو خلقو ته که به خبر ميلاؤ شو چې پۀ فلانکي ځائے کښې يو کَس دے کوم ته چې يو حديث معلوم دے نو دوئي به صرف د يو حديث د اوريدو په خاطر کور کلے پريښودو، کاروبار به